کوټه (ویب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان نېشنل ګوند د مشر سردار اختر جان مینګل د ساتونکو په کراچۍ کې پر فلیټ د امنیتي ځواکونو د ننوتلو او هلته د موجودو ساتونکو د وهلو ټکولو د پېښې غندنه کړې ده. د ګوند د مرکزي سیکرټرېټ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سردار اختر جان مینګل د ساتونکو په فلیټ کې د امنیتي ځواکونو ننوتل او د کارکوونکو وهل ټکول د هېواد د اساسي قانون او بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه او د قانون ماتول دي. په بیان کې ویل شوي چې د سیاست، جمهوریت او جمهوري نظام خبرې کوونکو ګوندونو او د هغوی د لومړۍ کرښې مشرانو د ځورونې لړۍ لا هم روانه ده، چې له دې پرته بل څه نه رامنځته کوي، خو کرکه او بې باوري زیاتوي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې چې دا ډول ناروا، غیرقانوني او غیر اساسي اقدامات دې سمدستي ودرول شي او په پېښه کې د ککړو پولیسو افسرانو او نورو مسؤلو کسانو پر وړاندې دې د قانون له مخې سخت اقدام وشي، څو په راتلونکي کې د هېواد پر سیاسي مشرانو د دا ډول چلند مخه ونیول شي.
