ژوب (وېب نيوز) د ګورنمنټ هایر سیکنډري سکول علي خانزي لسګونو زدهکوونکو د استادانو د غیر حاضرۍ او د ګران بیه یونیفورم، خولۍ او بېجونو د ورکړې پر ضد احتجاج کړی او د کوټې ملي لویه لار یې تړلې ده. زدهکوونکو پر لویه لار د پرلت وهلو له امله د ترافیکو بهیر درېدلی او د لارې دواړو غاړو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي وو. احتجاج کوونکو زدهکوونکو ادعا کړې چې په ښوونځي کې له دوو درجنونو زیات استادان مقرر دي، خو د پرنسپل په ګډون ډېری استادان په منظم ډول ښوونځي ته نه راځي او د بدیلو استادانو په ګډون یوازې له اوو تر اتو پورې استادان تدریسي چارې ترسره کوي. زدهکوونکو همداراز ادعا کړې چې په دولتي ښوونځي کې پر زدهکوونکو یونیفورم، خولۍ او بېجونه په لوړه بیه پلورل کېږي، چې له امله یې بېوزله زدهکوونکي او د هغوی کورنۍ له ستونزو سره مخ دي. د احتجاج له خبرتیا وروسته د ژوب د پولیسو مرستیال مشر ګلاب الدین کاکړ سیمې ته ورغی او له زدهکوونکو او والدینو سره یې خبرې وکړې، وروسته هغوی د مرستیال کمېشنر دفتر ته بوتلل شول او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو. د چارواکو د ډاډ او بریالیو خبرو اترو وروسته زدهکوونکو احتجاج پای ته ورساوه او ملي لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه، چې ورسره د ترافیکو بهیر بېرته عادي شو. زدهکوونکو غوښتنه کړې چې په ښوونځي کې دې د استادانو حاضري یقیني او د یونیفورم، خولۍ او بېجونو د بیو په اړه دې اقدام وشي، څو بېوزله زدهکوونکو ته اسانتیا برابره شي.
