مقامی ۱۰ اگست ۲۰۲۶

کوټه: وسله والو کسانو د اېګل سکواډ پولیس سرتېري یرغمل او وسلې یې ترې واخیستې

کوټه (ویب نیوز) د صوبايي مرکز کوټې په قمبراني سړک کې تېره شپه وسله والو کسانو د پولیسو د اېګل سکواډ سرتېري مبینه یرغمل کړي او دولتي وسلې یې ترې اخیستې دي. د معلوماتو له مخې وسله والو کسانو د پولیسو د سرتېرو لاسونه تړلي او له هغوی څخه یې سرکاري وسلې اخیستې او له ځان سره یې وړي دي. د پېښې پر مهال ډزې هم شوې چې له امله یې یو پولیس سرتېری په لږه کچه ټپي شوی دی. له پېښې وروسته په سیمه کې اندېښنه خپره شوې او پولیسو د پېښې پلټنې او د ککړو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.