تازه خبرونه ۱۱ اگست ۲۰۲۶

د پاکستان د فتح مبین سفر هیڅ ځواک نشي درولی، د بلوچستان اعلی وزیر

کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )

د پاکستان د فتح مبین سفر هیڅ نړیوال ځواک نشي درولی، د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي همکاري د کوم تیري لپاره نه بلکې د خپل دفاع لپاره ده، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په راتلونکي کال د مۍ په میاشت کې په کوټه کې د “بنیان المرصوص” په عنوان د نړیوالې کچې د خطاطۍ نندارتون جوړولو اعلان وکړ او ویې ویل چې په نندارتون کې به د اسلامي نړۍ، ترکیې او نورو هیوادونو نومور خطاطان او هنرمندان ګډون وکړي، په داسې حال کې چې د بلوچستان حکومت به د دې نړیوال پروګرام سپانسر وي. دغو خبرو څرګندونه یې د سه شنبې په ورځ دلته د “رسول رحمت ﷺ” خطاطۍ نندارتون د پرانیستې پر مهال په وینا کې وکړه.

اعلی وزیر وویل چې د اګست په میاشت کې او د ۱۴م اګست په مناسبت د دې ډول پروګرام جوړول په خپله د ټول پاکستان لپاره یو پیغام دی چې په بلوچستان کې د نړیوال معیار د دا ډول پروګرامونو جوړولو وړتیا او هوډ شتون لري. هغه وویل چې هغه له خطاط واصل شاهد څخه غوښتنه کړې چې د راتلونکي کال په مۍ میاشت کې د خطاطۍ لوی نړیوال نندارتون جوړ کړي، د کوم لپاره چې د بلوچستان حکومت به بشپړه همکاري وکړي او د کوربه توب لپاره به سرینا هوټل وټاکل شي ځکه چې په دې لړ کې لومړی ګام سرینا پورته کړی دی.

میر سرفراز بګټي وویل چې نړیوال خطاطي نندارتون ته به د اسلامي نړۍ، ترکیې او نورو هیوادونو نومور هنرمندان راوبلل شي څو له کوټې څخه ټولې نړۍ ته دا پیغام ورکړل شي چې د کوټې خلک د ښکلو هنرونو سره مینه لرونکي او سوله خوښوونکي دي او په ځانګړې توګه اسلامي خطاطۍ سره ژوره اړیکه لري. هغه اړوندو چارواکو ته هدایت وکړ چې د نړیوال خطاطۍ نندارتون لپاره دې له اوس څخه تیاری پیل کړي او دا دې د دوه یا درې ورځني لوی نړیوال ایونټ په بڼه جوړ کړي څو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هنرمندان کوټې ته راشي او خپل هنر وښيي.

اعلی وزیر وویل چې په راتلونکي کال د مۍ په میاشت کې د جوړیدونکي نندارتون موضوع به “بنیان المرصوص” وي او دا به د مۍ په ۹مه او ۱۰مه نیټه جوړیږي، ځکه چې دا هغه ورځې دي چې پاکستان پکې لویه بریا ترلاسه کړې ده. هغه وویل چې تیر کال هم په بلوچستان کې بیلابیل پروګرامونه جوړ شوي وو، په داسې حال کې چې سږ کال به د “معرکه حق” په پروګرامونو کې خطاطي هم شامله وي.

میر سرفراز بګټي وویل چې په نړیواله کچه د پاکستان عزت او وقار ورځ تر بلې زیاتیږي او په وروستیو ورځو کې د اسلامي نړۍ، ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي همکاري هم د همدې بدلیدونکي وضعیت ښکارندويي کوي. هغه څرګنده کړه چې دا همکاري د کوم تیري لپاره نه بلکې د خپل دفاع لپاره ده.

اعلی وزیر وویل چې په بلوچستان کې د تشدد له لارې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو هڅه کوونکې یوه محدوده ډله د بلوچ ولس په یوه بې پایلې جګړه کې ښکیلوي، چې زیان یې بل چا ته نه بلکې پخپله د بلوچ ولس ته رسیږي. هغه وویل چې د پلونو او زیربناوو په ویجاړولو سره به بلوچ ولس اغیزمن شي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ بندولو او د سوداګرو د ټرکونو ته زیان رسولو سره هم د عامو خلکو روزګار اغیزمن کیږي.

هغه وویل چې د پاکستان د فتح مبین سفر هیڅ نړیوال ځواک نشي درولی او هغه جذبه او یووالی چې ولس ښودلی د ویاړ وړ دی. میر سرفراز بګټي د وزیراعظم محمد شهباز شریف، ولسمشر آصف علي زرداري او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان د نړیوال حیثیت په ښه کیدو کې مثبتې اغیزې په بهر کې میشتو پاکستانیانو کې هم په څرګنده توګه احساس کیږي.

هغه د خطاط واصل شاهد او د سرینا هوټلونو د ادارې څخه د پروګرام جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې دا د بلوچستان لپاره د ویاړ ورځ ده او په راتلونکي کال کې د مۍ په ۹مه او ۱۰مه نیټه به د “بنیان المرصوص” او “معرکه حق” په عنوان لویې کچې پروګرامونه جوړیږي، چې پکې به خطاطۍ ته هم ځانګړی ځای ورکول کیږي.

اعلی وزیر دعا وکړه چې الله تعالی دې پاکستان ته په نړیواله ټولنه کې نور عزت او وقار ورکړي او هیواد دې د پرمختګ او سوکالۍ په لور روان وساتي.