اسلام اباد (وېب نیوز) د پلان جوړونې وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي چې د هېواد اقتصادي شاخصونه د ښه کېدو په حال کې دي، خو د ټولنیزو شاخصونو د ښه والي لپاره باید واکونه تر ټیټې کچې پورې ولېږدول شي. نوموړي په اسلام اباد کې د پالیسۍ ډایلاګ سیمینار ته په وینا کې وویل چې صوبو انتقال شوي وزارتونه او ادارې واکونه تر ټیټې کچې پورې نه دي رسولي، چې له امله یې د اداري جوړښتونو فعالیت اغېزمن شوی دی. هغه وویل چې په هېواد کې شکر ناروغي او هیپاټایټس په چټکۍ سره خپرېږي او ۴۰ سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، حکومت د «اُڑان پاکستان» پروګرام له لارې د ۱۰ لکه ځوانانو د ټولنیز خوځښت لپاره د ټولنیزو فعالانو په توګه د چمتو کولو پروګرام پیل کړی دی. احسن اقبال وویل چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې تاریخي دفاعي تړون په نړیواله کچه د پاکستان بیرغ لوړ کړی او اوس باید د هېواد ټولې هڅې د اقتصادي پرمختګ پر لور متمرکزې شي.
