کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې امریکا او ایران یو ځل بیا د سولې د تړون یا یوې هوکړې په درشل کې دي. نوموړي له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې په تېرو دوو، درېیو ورځو کې ترلاسه شوي نښې ښيي چې دواړه لوري د یوې هوکړې پر لور روان دي او دوامداره سوله به د ټولې سیمې په ګټه وي. د خواجه اصف له څرګندونو وروسته په نړیوال بازار کې د خام تېلو بیې هم راټیټې شوې دي. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته تللی او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره یې د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي. قطر هم ویلي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د ایران او عمان خبرې پرمختللي پړاو ته رسېدلې دي او ټینګار یې کړی چې هرمز تنګی باید د سیاسي فشار لپاره ونه کارول شي.
