کوټه (ویب نیوز) د راپورونو له مخې، د سوریې یوې محکمې پخوانی ولسمشر بشار اسد د نږدې ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د وژنو، شکنجې، خپلسرو نیونو او د بشریت پر ضد جرمونو په تور په غیابي توګه پر اعدام محکوم کړی دی. رویټرز راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له واکه د بشار اسد له لرې کېدو وروسته دا د هغه پر وړاندې لومړنی قضايي حکم دی. د راپور له مخې، بشار اسد له دمشق څخه له وتلو وروسته اوس په مسکو کې دی. محکمې د پخواني حکومت یو امنیتي چارواکی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړی دی. بشار اسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته د سوریې ولسمشر شو.
