کوټه (وېب نیوز) درخواست کوونکي امین ویلي چې د ګاز ادارې له لوري ورته ناعادلانه بل ورکړل شوی و، چې د سمون لپاره یې څو ځله د ګاز دفتر ته مراجعه وکړه، خو ستونزه یې حل نه شوه. نوموړي د انصاف ترلاسه کولو لپاره د وفاقي محتسب د کوټې سیمهییز دفتر ته مراجعه وکړه او د اړوندې ادارې پر ضد یې درخواست وړاندې کړ. د درخواست له ترلاسه کېدو سره سم د وفاقي محتسب کوټې دفتر ژر تر ژره پلټنه پیل کړه او اړونده اداره یې راوبلله او د قضیې سمدستي اورېدنه یې پیل کړه. د اورېدنې پر مهال اړوندې ادارې کوم قناعتبخښونکی ځواب وړاندې نه کړ، له همدې امله وفاقي محتسب امر وکړ چې د درخواست کوونکي د ګاز بل دې ژر تر ژره سم کړل شي. د حکم له ترلاسه کېدو وروسته اړوندې ادارې د درخواست کوونکي د ګاز بل اصلاح کړ، چې له امله یې نوموړي ته په بل کې د ۱۷۰ زره روپیو ریلیف ورکړل شو. درخواست کوونکي د پر وخت او عادلانه پرېکړې له امله د وفاقي محتسب مننه وکړه.
