مقامی ۱۲ اگست ۲۰۲۶

د ولس د اوږدمهالو ستونزو د ژر حل لپاره ټولې هڅې روانې دي؛ زرک مندوخېل

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې د صوبې د پرمختګ، سولې او د ولس د هوساینې لپاره منظمه تګلاره عملي کېږي او حکومت هره ممکنه هڅه کوي چې د خلکو اوږدمهاله ستونزې پر بېړني بنسټ حل کړي. نوموړي په خپل دفتر کې له بېلابېلو پلاوو سره د لیدنې پر مهال وویل چې د صوبې له مختلفو ضلعو څخه راغلو پلاوو ورته د خپلو سیمو د ستونزو، د پرمختیايي پروژو د پرمختګ، د څښاک اوبو، تعلیم او د سیمه‌ییزو سړکونو د خراب وضعیت په اړه معلومات ورکړل. شیخ زرک خان مندوخېل د پلاوو ستونزې په تفصیل واورېدې او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د ولس د ستونزو په حل کې هېڅ ډول ځنډ او غفلت ونه زغمل شي. نوموړي وویل چې د صوبې وروسته پاتې سیمې د پرمختګ له بهیر سره یوځای کول د حکومت د اجنډا مهمه برخه ده او لومړیتوب یې دا دی چې د بلوچستان هر وګړي ته بنسټیزې اسانتیاوې د هغه تر دروازې ورسېږي. هغه زیاته کړه چې د ولس هوساینه او سیمه‌ییز پرمختګ یې د شخصي دلچسپۍ برخه ده. نوموړي وویل چې پخپله د بېلابېلو سیمو سفرونه کوي، څو د خلکو ستونزې له نږدې وویني او د پرمختیايي پروژو د پرمختګ ارزونه وکړي. هغه زیاته کړه چې په صوبه کې د روڼتیا، ښې حکومتولۍ او د عامه خدمتونو د اغېزمن برابرولو لپاره عملي اقدامات روان دي. شیخ زرک خان مندوخېل په پای کې ټینګار وکړ چې د ولس د ستونزو د حل لپاره به په هره کچه خپلې هڅې په پوره قوت دوامداره ساتي او خپلې سیاسي او اداري دندې به په بشپړه صداقت او ایماندارۍ ترسره کوي.