کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د سړکونو خراب حالت او په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د ماتېدو له امله ښاریان له سختو ستونزو سره مخ دي. د ښار په ډېرو سیمو کې کندې، خلاص منهولونه او خراب سړکونه د ترافیکو په بهیر کې خنډونه جوړوي، چې له امله یې د ترافیکي پېښو ترڅنګ د موټرو د خرابېدو پېښې هم زیاتې شوې دي. ښاریان وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د سړکونو د ترمیم لپاره کوم اغېزمن اقدام نه دی شوی او هره ورځ د موټرو پر ترمیم اضافي لګښتونه کوي، خو حکومت خاموش نندارچی دی. د بارانونو پر مهال د سړکونو کندې له اوبو ډکېږي چې وضعیت لا خطرناک کوي. عامو خلکو او مدني ټولنو له بلوچستان حکومت او ضلعي ادارې غوښتنه کړې چې د کوټې ښار د سړکونو د ترمیم او بیارغونې لپاره دې پر بیړني بنسټ اقدامات وشي. بلخوا د مواصلاتو او تعمیراتو محکمې سرچینې وايي چې د سړکونو د بیارغونې لپاره جامع پلان جوړ شوی او د بودجې له منظورېدو وروسته به په لومړي پړاو کې د ښار د مهمو او ګڼې ګوڼې لرونکو سړکونو د ترمیم چارې پیل شي.
