کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ډېرو پارکونو دننه او بهر د بې لارې او اوباشو ځوانانو موجودیت د ښاریانو، په ځانګړي ډول له کورنیو سره د راغلو کسانو لپاره د جدي ستونزې سبب ګرځېدلی دی. ښاریان وايي چې د ماښام پر مهال په پارکونو کې د ځوانانو د ډلو ناسم چلند، بدتمیزۍ او د ښځو او نجونو د ځورونې پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې عزتمندو کورنیو د چکر او تفریح لپاره پارکونو ته تګ کم کړی دی. ځینې کورنۍ وايي چې د پارکونو په دروازو کې هم ځوانان ښځې او نجونې څاري او پرې ناسمې خبرې کوي، چې له امله یې ښځې ځانونه خوندي نه احساسوي. ښاري حلقو غوښتنه کړې چې په پارکونو کې امنیتي سرتېري وګومارل شي، د سي سي ټي وي کمرې فعالې شي او د بدتمیزۍ او ځورونې په پېښو کې د ککړو کسانو پر وړاندې دې سمدستي قانوني اقدام وشي.
