پاکستان ۱۲ اگست ۲۰۲۶

نړیوال بانک د بلوچستان د سېلابي بسپنو د نورو پروژو پر لور د انتقال په اړه اندېښنه څرګنده کړه

اسلام‌اباد (ویب نیوز) نړیوال بانک په بلوچستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د استوګنې د پروګرام د میلیاردونو روپیو بسپنې نورو بنسټیزو پروژو ته د انتقال په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام ښايي په دغه ولایت کې بېوزلي او نابرابري نوره هم زیاته کړي. نړیوال بانک ویلي چې د استوګنې مرستې له محدودېدو وروسته یو لک ۱۹ زره او ۴۹ تایید شوې او مستحقې کورنۍ له مالي مرستې بې برخې پاتې شوې دي، په داسې حال کې چې د مستحقو کورنیو ۸۴ سلنه له بېوزلو او زیان‌منو طبقو څخه دي. نړیوال بانک وايي، دغو کورنیو محدودې سپماوې، رسمي پورونو ته لږ لاسرسی او د اقتصادي یا طبیعي افتونو پر وړاندې د مقابلې ډېره کمه وړتیا لري، نو د مرستو بندېدل به یې ستونزې نورې هم زیاتې کړي. نړیوال بانک له حکومت څخه غوښتنه کړې چې اغېزمنو مستحقو کورنیو ته دې د پرېکړې په اړه په لیکلې بڼه معلومات ورکړل شي، د شکایتونو د حل لپاره دې شفاف سیستم جوړ شي او د پروګرام د قانوني، اداري او اعتباري خطرونو د کمولو لپاره دې اغېزمن اقدامات ترسره شي.