کوټه (ویب نیوز) امنیتي ځواکونو د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شوو عملیاتو کې د «فتنهالهنودستان» سره د تړاو لرونکي پنځه ترهګر وژلي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، عملیات د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۰مه په پنجګور کې ترسره شول، چې پکې امنیتي ځواکونو د چټک او اغېزمن اقدام په ترڅ کې د ترهګرو یو پټنځای په نښه کړ او پنځه کسان یې ووژل. سرچینې وایي، د عملیاتو پر مهال د وژل شویو کسانو له قبضې څخه په زیاته اندازه وسلې، مهمات او په کور دننه جوړ شوي چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي، چې په سیمه کې له منځه یووړل شول. له عملیاتو وروسته د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په سیمه کې د پاکولو او کلیئرنس عملیات هم بشپړ شوي دي. امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ویلي چې د «عزم استحکام» په چوکاټ کې به په هېواد کې د بهرني ملاتړ او مرستې له لارې د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره عملیات دوام ولري.
