مقامی ۱۲ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ګاز مرکزي نل‌لیکه په چاودنه کې ویجاړه، کوټې او ګڼو ولسوالیو ته د ګاز رسونه بنده

بولان (وېب نيوز)د بولان ولسوالۍ د ګوکرټ سیمې ته څېرمه نامعلومو کسانو د ۱۸ انچه قطر د ګاز پر مرکزي نل‌لیکه د چاودېدونکو توکو په وسیله برید کړی او نل‌لیکه یې ویجاړه کړې ده، چې له امله یې کوټې او د بلوچستان ګڼو ولسوالیو ته د ګاز رسونه بنده شوې ده. چاودنه له ملي لویې لارې شاوخوا ۸۰۰ متره واټن کې د والو اسمبلۍ ته څېرمه شوې، چې وروسته له نل‌لیکې څخه لوړې لمبې پورته کېدې او په سیمه کې وېره خپره شوه. د سوې سدرن ګاز کمپنۍ د چارواکو په وینا، د نل‌لیکې د زیانمنېدو له امله د کوټې ترڅنګ کولپور، مچ، مستونګ، قلات، پښین او زیارت ته د ګاز رسونه په بشپړه توګه درېدلې ده، چې له امله یې ښاریان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. د کمپنۍ چارواکي وايي، کله چې امنیتي ادارې سیمه خوندي او پاکه اعلان کړي، تخنیکي ډلې به سمدستي د ترمیم لپاره د پېښې ځای ته ولېږل شي. بل لور ته اړوندو ادارو د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره پلټنې هم پیل کړې دي.