کوټه (ویب نیوز) نړیوال بانک فدرالي او د بلوچستان حکومت ته په استول شوي یوه تفصیلي لیک کې خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د کور جوړونې مرستې محدودولو له امله ۱۱۹ زره او ۴۹ تایید شوې او مستحقې کورنۍ له مالي مرستو بېبرخې پاتې شوې دي، چې له امله یې د دغو کورنیو اقتصادي ستونزې لا زیاتېدلی شي. د نړیوال بانک په وینا، د دغو مستحقو کورنیو ۸۴ سلنه له خورا بېوزلو او زیانمنو طبقو څخه دي، چې ۲۸ سلنه یې میاشتنی عاید له ۳۰ ډالرو کم او ۲۶ سلنه یې د ۳۱ او ۷۰ ډالرو ترمنځ دی. په دغو کورنیو کې ۳۹ سلنه کرایهنشینان، ۳۷ سلنه ورځني مزدوران او ۸ سلنه واړه بزګران دي. نړیوال بانک وایي، د محدودو سپماوو، رسمي پورونو ته د کم لاسرسي او د تولیدي شتمنیو د نشتوالي له امله دغه کورنۍ د اقتصادي او طبیعي ناورینونو پر مهال د ستونزو د زغملو ډېر لږ توان لري. د نړیوال بانک د هېواد مشرتابه د فدرالي اقتصادي چارو وزارت، د پلان جوړونې وزارت او د بلوچستان چیف سیکرټري ته په لیک کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۲مې نېټې پورې د کور جوړونې مرستې یوازې ۶۲ زره او ۹۶۶ مستحقینو ته محدودولو او د سبسایډۍ مرستې ۹۷ زرو کورنیو ته د ساتلو پرېکړې وروسته د ډېرو تایید شویو مستحقو کورنیو لپاره د مالي مرستې هېڅ بدیل نه دی پاتې شوی. په لیک کې ویل شوي چې د نړیوال بانک سره د ګډې ابلاغي تګلارې له جوړېدو مخکې د دې پرېکړې اعلانول هم ستونزې رامنځته کولی شي، ځکه هغه کورنۍ چې د مرستې لپاره یې تصدیق بشپړ شوی او اړوند اسناد یې لاسلیک کړي، لا هم د مرستې تمه لري. نړیوال بانک ویلي چې تر ټاکلې نېټې پورې د پروژې په اداري سیستم کې ۶۶ زره او ۱۲۰ شکایتونه ثبت شوي دي او سپارښتنه یې کړې چې له هر شکایت کوونکي سره په انفرادي ډول اړیکه ونیول شي، د پرېکړې په اړه په رسمي توګه خبر ورکړل شي او د خبرتیا د ترلاسه کولو ثبوت هم وساتل شي. نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د کور جوړونې له مرستې څخه د بېبرخې کېدو له امله کمعاید لرونکې کورنۍ ښايي د خوړو، روغتیا او زدهکړو پر ځای خپلې محدودې پیسې د لنډمهاله استوګنځایونو پر بیا رغولو ولګوي او حتی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور اخیستو یا د خپلو تولیدي شتمنیو پلورلو ته اړې شي. د بانک په وینا، که د طبیعي افتونو پر وړاندې خوندي او پیاوړي کورونه بیا جوړ نه شي، اغېزمنې کورنۍ به په ناامنو کورونو کې ژوند کولو ته اړې شي چې په راتلونکو سېلابونو، توپانونو، زلزلو او د سختې ګرمۍ څپو کې به د هغوی د زیان خطر لا زیات کړي. نړیوال بانک ټینګار کړی چې له تایید شویو او مستحقو کورنیو څخه د مرستې لرې کول د شکایتونو، نابرابرۍ او د بېعدالتۍ د احساس د رامنځته کېدو لامل کېدای شي او د حکومتي ادارو او پرمختیايي پروګرامونو پر وړاندې د خلکو باور نور هم کمولی شي؛ له همدې امله یې د پروژې د بشپړېدو تر وخته د قانوني، اداري او اعتباري خطرونو د کمولو لپاره د شفاف او باوري شکایتونو د حل سیستم اړین بللی دی.
