مقامی ۱۲ اگست ۲۰۲۶

په ژوب او شاوخوا سیمو کې د زلزلې ټکانونه، شدت ۴.۴ درجې ثبت شوې

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان په ژوب او شاوخوا سیمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي. د زلزله‌سنجۍ مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د رېکټر پر کچه ۴.۴ درجې ثبت شوی، د ځمکې لاندې یې ژوروالی ۱۸ کیلومتره و او مرکز یې د ژوب ښار شمال ختیځ لوري ته په ۷۵ کیلومترۍ کې ښودل شوی دی. د زلزلې له ټکانونو وروسته د سیمې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه خپره شوه، خو تر اوسه د ځاني او مالي زیان کومه خبر نه ده ورکړل شوې.