پاکستان ۱۲ اگست ۲۰۲۶

پټرول ارزانه، ډیزل ګران؛ د تېلو نوې بیې اعلان شوې

کوټه (ویب نیوز) فدرالي حکومت د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۱۲مې نېټې لپاره د پټرولیم محصولاتو په بیو کې بدلون راوستی دی. د نوې اعلامیې له مخې، د پټرولو بیه په هر لیټر کې یو اعشاریه ۷۰ روپۍ کمه شوې او نوې بیه یې ۳۲۵ اعشاریه ۹۲ روپۍ ټاکل شوې ده، په داسې حال کې چې د لوړ سرعت ډیزل بیه په هر لیټر کې یو اعشاریه ۳۹ روپۍ لوړه شوې او ۳۸۲ اعشاریه ۲۵ روپۍ ټاکل شوې ده. نوې بیې به د اګست له ۱۲مې نېټې څخه عملي شي.