کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې ترافیکي بندښت په یوه دایمي او جدي ستونزه بدل شوی، چې له امله یې ښاریان هره ورځ د ساعتونو لپاره پر سړکونو له سختو ستونزو سره مخ وي. جناح روډ، کاسي روډ، سریاب روډ، میکانګي روډ، بروري، سپیني روډ، سمنګلي روډ او د ښار په نورو مهمو سیمو کې د موټرو اوږدې کتارونه عادي حالت ګرځېدلی، په ځانګړي ډول د دفترونو او ښوونځیو د تګ راتګ پر مهال وضعیت لا خرابېږي. ښاریان وايي چې د ترافیکي بندښت له امله امبولانسونه هم پر وخت روغتونونو ته نه شي رسېدلی، چې د ناروغانو او ټپیانو ژوند له خطر سره مخ کوي. د کارپوهانو په وینا، د سړکونو تنګوالی، ناسم پلان جوړونه، پر سړکونو او پلې لارو تجاوزات، غیر مسلکي موټرچلوونکي، د ترافیکي قوانینو سرغړونه، د ترافیکي اشارو نشتوالی یا خرابوالی او د ترافیک پولیسو کموالی د دې ستونزې مهم لاملونه دي. ښاریانو او کارپوهانو له بلوچستان حکومت او ضلعي ادارې غوښتنه کړې چې پر سړکونو تجاوزات دې سمدستي ختم کړي، د ترافیک پولیسو شمېر دې زیات کړي، په لویو څلورلارو کې دې عصري ترافیکي اشارې ولګول شي، په ځانګړو وختونو کې دې د درنو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګول شي او د عامه ترانسپورټ یا ماس ټرانزیټ اغېزمن نظام دې رامنځته شي.
