اسلاماباد (وېب نیوز) ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹مې کلیزې په مناسبت ملت ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې او ویې ویل چې خپلواکي یوازې تاریخي بریا نه، بلکې ستر مسؤلیت هم دی او پاکستان باید لا پیاوړی، خوندي، سوکاله او پرمختللی هېواد جوړ شي. ولسمشر په خپل پیغام کې د پاکستان د جوړېدو لپاره د قربانیو ورکونکو مشرانو، کارکوونکو او شهیدانو درناوی وکړ او ویې ویل چې پاکستان د سولې غوښتونکی هېواد دی، خو د خپلې خپلواکۍ او امنیت په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي. هغه ټینګار وکړ چې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او ځوانان د پاکستان تر ټولو ستره سرمایه ده. لومړي وزیر شهباز شریف وویل چې د قائداعظم د مدبرانه رهبرۍ او د هند د مسلمانانو د سیاسي مبارزې په پایله کې د یوه خپلواک هېواد خوب حقیقت شو او پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ پر لور روان دی. نوموړي وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د بهر مېشتو پاکستانیانو په حوالو کې ۱۱.۳ میلیارد ډالره زیاتوالی راغلی او پاکستان به د دفاع او ملي ګټو د ساتنې لپاره له هېڅ قربانۍ ډډه ونه کړي. هغه د فلسطین او کشمیر له مظلومو خلکو سره د بشپړې خواخوږۍ څرګندونه وکړه او له ملت څخه یې وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ، سولې او سوکالۍ لپاره په یووالي سره خپلې هڅې وکړي. وزیراعظم دعا وکړه چې الله تعالی پاکستان ته عزت او وقار ورکړي او روښانه راتلونکی ورپه برخه کړي.
