کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان نېشنل ګوند د مرکزي غوښتنې پر بنسټ بي اېن پي او بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن په ګډه په کوټه کې احتجاجي لاریون ترسره کړ، چې پکې د ګوند مرکزي او ضلعي مشرانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر ښځو ګډون وکړ. د لاریون ګډونوالو په سوراب کې د هوايي برید پر مهال د ښځو او بېګناه ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د وژل کېدو او د بي اېن پي د مشر سردار اختر جان مېنګل د منیجر حاجي رجب او ساتونکي احمد د ورکېدو پر ضد احتجاج وکړ. ویناوالو وویل چې بي اېن پي به د بېګناه ماشومانو او ښځو پر وژنه چوپ پاتې نه شي او د بلوچستان د روانو پېښو په اړه باید ټولې سیاسي ډلې خپل اغېزمن رول ترسره کړي. هغوی له نورو سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د یووالي وخت رارسېدلی او که اوس هم چوپتیا غوره شي، نو حالات به نور هم خراب شي. ویناوالو غوښتنه وکړه چې د سوراب د پېښې دې شفافه او بېطرفه پلټنه وشي او ورک شوي کسان دې ژر تر ژره د خلکو مخې ته راوستل شي.
