مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

زموږ د ولس اقتصادي وژنه او نسل وژنه روانه ده، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

چمن(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن ولسوالۍ د کمېټې غونډه د ولسوالۍ د سرپرست سیکرټر حاجي جمال خان اڅکزي په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د اګست په ۳۰مه، ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه په کوټه کې د جوړېدونکي پښتون اولس قومي جرګې د چمتووالي هر اړخیزه ارزونه وشوه او پر بېلابېلو چارو بحث وشو. په غونډه کې د ولسوالۍ سرپرست سیکرټر حاجي جمال خان اڅکزي او د مرکزي اجرائیه غړي ناظم صلاح الدین اڅکزي ویناوې وکړې او له ټولو قومي مشرانو، مدني ټولنې او نورو قشرونو یې په کلکه غوښتنه وکړه چې د خپلو اساسي او ولسي حقونو د ترلاسه کولو او د ولس د ستونزو د حل لپاره د پښتون قومي جرګې د بریا په برخه کې خپل رول ادا کړي. دوی وویل چې جرګه کولای شي زموږ ولسونه له روانې سختې او کړکېچنې وضعې څخه د خلاصون لامل شي او یوازې د یووالي، اتفاق او منظم کېدو له لارې کولای شو خپل ولس له اوسنیو ستونزو وژغورو. مشرانو وویل چې زموږ وطن او ولسونه د ترهګرۍ، ناامنۍ، بې قانونۍ، غلا، شوکو، نشه يي توکو، وژنو، اختطافونو، باج اخیستنې او نورو جرمونو له پېښو سره مخامخ شوي او په لومړي پړاو کې ترې د کاروبار او روزګار زمینه اخیستل شوې، پر سوداګرۍ بندیزونه لګېدلي او ولسونه له اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ شوي دي. دوی زیاته کړه چې د کوټې ـ چمن او کوټې ـ کراچۍ پر لویو لارو هره ورځ د لوټمارۍ او روانې ناامنۍ له امله زموږ د ولس اقتصادي وژنه او نسل وژنه روانه ده او دا حالت نور د زغم وړ نه دی. د ګوند مشرانو ادعا وکړه چې د شخصي او دولتي وسله والو ډلو له لارې د ولس د ناحقه وینې تویولو لړۍ روانه ده او دا هر څه د حکومتي ملاتړ لاندې ترسره کېږي. دوی وویل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند به په کوټه کې د جنوبي پښتونخوا د ولسونو د قومي جرګې د چمتووالي او کوربه‌توب له لارې خپل ملي مسؤلیت ترسره کړي او له ولسونو یې غوښتنه وکړه چې د جرګې د بریا لپاره خپل هر اړخیز ملاتړ او همکاري وکړي.