مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

پښتون قومي جرګه به د ګډې پوهې او سلا مشورې له لارې د خپل وطن او ولس راتلونکی خوندي کړي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د اګست په ۳۰مه، ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه د جوړېدونکي پښتون قومي جرګې لپاره چمتووالی روان دی. په همدې لړ کې د ګوند د مرکزي مرستیال مشر عبدالرؤف لالا په مشرۍ د کوټې ولسوالۍ د صوبايي اجرائیه غړو، د ولسوالۍ د سیکرټر او لوړپوړو مرستیالانو او د څلورو تحصیلونو د سیکرټرانو او لوړپوړو مرستیالانو ګډه غونډه وشوه، چې د جرګې د چمتووالي، نظم او ډسپلین، د قومي مشرانو او مخورو کسانو ته د بلنو رسولو او نورو اړوندو چارو په اړه پکې تفصیلي بحث وشو. په غونډه کې د ګوند صوبايي لوړپوړي مرستیال سید شراف اغا او نورو مشرانو وویل چې په کوټه کې د جنوبي پښتونخوا د ولسونو پښتون قومي جرګه به د پښتني قومي دودونو، یووالي، اتفاق او منظم کېدو لپاره مهمه وسیله وګرځي او د ولسونو د ستونزو او کړاوونو د حل په برخه کې به اغېزناک رول ولوبوي. دوی وویل چې په جرګه کې باید د جنوبي پښتونخوا او په ځانګړي ډول د کوټې د ټولو قومونو، ولسونو او اقلیتونو استازیتوب شامل وي او دا به یوازې یو دودیز غونډه نه وي، بلکې د متقابلې سلا مشورې، ګډې پرېکړې او ټولیزې پوهې له لارې به د ولسونو ستونزې راوسپړي او د حل لپاره به یې عملي وړاندیزونه وړاندې کړي. مشرانو وویل چې په پښتني قومي دودونو کې جرګه له پخوا څخه د اختلافاتو د خبرو اترو له لارې د حل، د مظلوم د ملاتړ او په ټولنه کې د سولې او ورورولۍ د پیاوړتیا مهمه وسیله پاتې شوې ده. دوی زیاته کړه چې نن پښتانه ولسونه د امنیت، زده کړو، روزګار، روغتیا، برېښنا، ګاز، څښاک اوبو، سوداګرۍ او نورو بنسټیزو اسانتیاوو له جدي ستونزو سره مخ دي، نو قومي جرګه به د دغو ستونزو د حل لپاره ګډ لومړیتوبونه وټاکي او د جرګې د اعلامیې پر بنسټ به د راتلونکي لپاره تګلاره جوړه شي. عبدالرؤف لالا د پښتون قومي جرګې په اړه پر ټولنیزو رسنیو روان منفي تبلیغات د افسوس او غندنې وړ وبلل او له ټولو قومي، سیاسي او ډیموکراتیکو فعالانو او وطنپالو، قومپالو او باخبره ولسونو یې وغوښتل چې د منفي تبلیغاتو پر ځای د جرګې د بریالي ترسره کېدو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي، ځکه د ولسونو د ګډو ستونزو د حل لپاره ټول په یوه مېز راټولول او ولس متحد او منظم کول د جرګې اصلي بریا ده.