تازه خبرونه ۱۸ اگست ۲۰۲۶

بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو استخباراتي عملیات؛ ۶ ترهګر وژل شوي

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان په کلی زائیک او د زیارت او هرنایي ترمنځ په غرنیو سیمو کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دوه جلا عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې شپږ ترهګر وژل شوي دي. امنیتي سرچینې وایي چې د بسیمه کیمپ شمال ته شاوخوا ۱۲ کیلومتره د کلی زائیک او کاغلي ترمنځ سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ له اطلاع وروسته عملیات ترسره شول، چې په ترڅ کې یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه ترهګر ووژل شول او درې نور ټپیان شول، په وژل شوو ترهګرو کې د مشتاق احمد عرف کوه یار په نوم یو کس هم شامل دی. د ترهګرو له ولکې څخه مهمات، میګزینونه، لاسي بمونه او د آی اې ډي جوړولو سامان هم ترلاسه شوی دی. بل لور ته امنیتي ځواکونو د زیارت او هرنایي ترمنځ په غرنیزه سیمه کې د پټو معلوماتو پر بنسټ عملیات پلان کړل، چې د څارنې پر مهال په یوه پرېښودل شوي کور کې د درېیو تر څلورو ترهګرو موجودګي تایید شوه. له تایید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره او د ترهګرو پر مرکز یې مؤثره کارروایي وکړه چې په پایله کې یې د څلورو ترهګرو د وژل کېدو تایید شوی دی. په سیمه کې د لټون او پاکولو عملیات لا هم روان دي. امنیتي ځواکونو یو ځل بیا د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو او په بلوچستان کې د تلپاتې سولې تر رامنځته کېدو پورې د خپلو عملیاتو د دوام هوډ څرګند کړی دی.