کوټه (ویب نیوز)د هوا پېژندنې ادارې په وینا د بلوچستان په ډېرو ضلعو کې به موسم ګرم او وچ وي، په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د سختې ګرمۍ څپه هم د دوام امکان لري. د هوا پېژندنې ادارې د تازه شمېرو له مخې په سبي او نوکنډۍ کې تر ټولو لوړه تودوخه ۴۳ درجې سېنټي ګرېډ ثبت شوې ده، په تربت کې ۳۹، چمن کې ۳۸، کوټه کې ۳۷، ژوب کې ۳۶، قلات او جیواني کې ۳۲، ګوادر کې ۳۱ او زیارت کې ۲۷ درجې سېنټي ګرېډ تودوخه ثبت شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې له خلکو، په ځانګړي ډول د ګرمو سیمو له اوسېدونکو، غوښتنه کړې چې د سختې ګرمۍ پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي او له غیرضروري لمر ته وتلو ډډه وکړي.
