کوټه (ویب نیوز)د زیارت کراس کسټم چیک پوسټ چارواکو د قاچاق پر ضد په لویه کارروایي کې له یوې مسافر وړونکې بس څخه ۱۲۲ کیلوګرامه سپین زر، ۲۷۷ موبایل فونونه او پنځه لینوو ټابلیټونه ترلاسه کړي دي. د سرچینو په وینا، د باور وړ معلوماتو پر بنسټ کسټم چارواکو د سی بي جي ـ۱۹۴۹ نمبر مسافر وړونکې بس په زیارت کراس کسټم چیک پوسټ کې ودروله او د تلاشي پر مهال یې د یو، یو کیلو وزن ۱۲۲ د سپینو زرو تختې وموندلې چې ټول وزن یې ۱۲۲ کیلوګرامه و. د سپینو زرو خالصوالی او وروستی ارزښت به له لابراتواري ازموینې وروسته معلومېږي، خو په لومړني اټکل یې ارزښت شاوخوا ۷ کروړه او ۳۲ لکه پاکستانۍ روپۍ ښودل شوی دی. د کارروایۍ پر مهال د بېلابېلو برانډونو ۲۷۷ زاړه او استعمال شوي موبایل فونونه هم ترلاسه شوي، چې پکې ۱۶۶ پوکو، ۷۶ شیامي، ۲۷ ایل جي او ۸ هواوې موبایلونه شامل دي او لومړنی ارزښت یې شاوخوا یو کروړ او ۶۲ لکه روپۍ ښودل شوی دی. سربېره پر دې، د لینوو پنځه ټابلیټونه هم ترلاسه شوي چې لومړنی ارزښت یې شاوخوا یو لک او ۵۰ زره روپۍ دی. کسټم چارواکو د کارروایۍ لپاره کارول شوې ډائیوو بس، د سی بي جي ـ۱۹۴۹ رجسټرېشن نمبر، هم نیولې چې لومړنی ارزښت یې شاوخوا یو کروړ روپۍ ښودل شوی دی. د کسټم چارواکو په وینا، د ترلاسه شوو سامانونو او بس ټول لومړنی ارزښت شاوخوا ۱۰ کروړه روپۍ کېږي. د سپینو زرو له لابراتواري ازموینې او قانوني کارروایۍ وروسته به وروستی ارزښت او نور جزئیات څرګند شي. چارواکو ویلي چې د قاچاق د مخنیوي او د ناقانونه توکو د لېږد پر ضد کارروایۍ به لا هم روانې وي.
