پاکستان ۱۸ اگست ۲۰۲۶

د صوبو لپاره که ټولپوښتنه کېږي، موضوع به په کابینه کې وڅېړل شي، رانا ثناءالله

اسلام‌اباد (وېب نیوز) د لومړي وزیر سلاکار او سناتور رانا ثناءالله ویلي چې که د نویو صوبو د جوړېدو لپاره ټولپوښتنه ترسره کېږي، نو دا موضوع به په کابینه کې تر بحث لاندې ونیول شي. هغه وویل چې د نویو صوبو په اړه خبرې کول جرم نه دی او په اساسي قانون کې د نویو صوبو د جوړولو زمینه موجوده ده. رانا ثناءالله د تحریک انصاف له استازو سره د روانو لیدنو په اړه وویل چې په دغو ملاقاتونو کې نه کومه معامله پخېږي او نه هم کومه پټه خبره روانه ده. نوموړي وویل چې کله سیاستوال سره کښېني، د ستونزو د حل لپاره لاره پیدا کېږي او حکومت خبرو ته چمتو دی. هغه زیاته کړه چې که د صوبو په اړه د اسټېبلشمنټ له لوري کومه طرحه وړاندې شي، حکومت به پرې خبرې وکړي او که پرې ګډه موافقه وشوه، حکومت به خپل دریځ وړاندې کړي. رانا ثناءالله وویل چې د لومړي وزیر او د اپوزېسیون د مشر ترمنځ باید لیدنه وشي، ځکه خبرې اترې کولای شي د ستونزو د حل لاره هواره کړي. هغه د ۲۶م اساسي قانوني ترمیم په اړه وویل چې دا ترمیم ناڅاپه نه و راغلی، بلکې اوږدې مشورې پرې شوې وې او له مولانا فضل الرحمن سره هم شاوخوا یوه نیمه میاشت خبرې روانې وې. د هغه په وینا، ۲۶م ترمیم په ګډه موافقه تصویب شوی و او په ۲۷م ترمیم کې هغه ځینې برخې بشپړې شوې چې مخکې پاتې وې.