اسلام اباد (ویب نیوز) د پي ټي آی د بنسټګر د روغتیا په اړه د اګست د لومړۍ او لسمې نېټې طبي راپورونه مخې ته راغلي چې د اډیاله زندان چارواکو له خوا سپریم کورټ ته سپارل شوي دي. د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د زړه متخصص ډاکټر اختر علي بندیشه د پي ټي آی د بنسټګر طبي معاینه وکړه، چې نوموړي د وینې فشار د بدلون، سر درد او بېقرارۍ شکایت وکړ. په لومړۍ نېټه یې د وینې فشار ۱۴۰ پر ۱۰۰ او د زړه ضربان ۵۰ ځله په دقیقه کې ثبت شوی، خو په ای سي جي کې کومه مهمه غیرعادي نښه نه ده موندل شوې. ډاکټر سپارښتنه کړې چې د ذهني فشار د کمولو لپاره دې له مېرمنې او کورنۍ سره د لیدنو زمینه زیاته، ورځپاڼې او ټلوېزیون ورته برابر شي، همدارنګه د عمر او ذهني فشار له امله یې د سي ټي کورونري انجیوګرافي او د وینې فشار د درملو د بدلون سپارښتنه کړې ده. راپور وايي چې څلور کسیز طبي بورډ د اګست په لسمه نېټه بیا طبي معاینه ترسره کړه، چې د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ او د زړه ضربان ۵۴ ځله په دقیقه کې ثبت شو. د طبي بورډ په وینا، د پي ټي آی بنسټګر د سینې درد، دروندوالی، ساه لنډۍ او د زړه د درزا د ستونزې شکایت نه درلود، ای سي جي یې عادي وه او د زړه په اکو کې د زړه والونه او خونې هم عادي ښودل شوي دي. بورډ سپارښتنه کړې چې نوموړي ته هره ورځ د یوه ساعت مزل، ذهني سکون، ورځپاڼې، ټلوېزیون او کتابونه برابر شي او له کورنۍ سره دې لیدنې زیاتې شي، خو د نورو قلبي ازموینو، په ځانګړي ډول سي ټي انجیوګرافي، اړتیا یې نه ده بللې.
