کوټه (ویب نیوز)د سيوۍ د صدر تاڼې پولیسو کارروایي کړې او د ناقانونه وسلې د ساتلو په تور یې یو شکمن کس نیولی دی. د پولیسو په وینا، د نیول شوي کس له قبضې څخه ټي ټي تومانچه له میګزین او ژوندیو مرمیو سره ترلاسه شوې ده. پولیسو نوموړی نیولی او پر ضد یې مقدمه درج کړې ده. د کارروایۍ پر مهال د هغه له قبضې څخه یوه سپر سټار موټرسایکل هم ترلاسه شوې چې د پولیسو په وینا غلا شوې وه. پولیس وایي چې له نیول شوي کس څخه نورې پلټنې روانې دي او د ترلاسه شوې وسلې او موټرسایکل په اړه قانوني کارروایي هم ترسره کېږي.
