کوټه (ویب نیوز)د کوټې پولیسو د اعلان شوو او مطلوبو کسانو، د کرایه دارۍ قانون، موبایل او موټرسایکل سنیچنګ، ناقانونه وسلې ساتونکو او ناقانونه مېشتو افغان وګړو پر ضد بېلابېلې کارروایۍ کړې دي، چې په ترڅ کې یې د دوو موټرسایکل غلو په ګډون پنځه ملزمان، ۲۶ افغان وګړي او ۱۹ نشه یي توکي کاروونکي نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د بې نمبر پلیټ ۲۵ موټرسایکلونو پر ضد هم کارروایي شوې او له لسګونو موټرو څخه تورې ښیښې لرې شوې دي. د ایس ایس پي اپرېشن کوټه ضیاء الحق مندوخېل په ځانګړې لارښوونه د کیچي بیګ پولیسو د ایس ایچ او مجاهد ملغاني په مشرۍ کارروایي وکړه او د موټرسایکلونو دوه غله سمیع الله او محی الدین یې ونیول، چې له هغوی څخه غلا شوی موټرسایکل، تومانچه او مرمۍ ترلاسه شوې، همدارنګه د ناقانونه وسلې ساتلو په تور یې سنان نومی کس هم ونیو. پولیسو د ناقانونه استوګنې په تور ۱۸ افغان وګړي او ۱۹ نشه یي توکي کاروونکي هم نیولي دي. د هزاره ټاون پولیسو نومول شوی ملزم غوث بخش او څلور ناقانونه مېشت افغان وګړي نیولي او د تورې ښیښې لرونکو موټرو پر ضد یې هم کارروایي کړې ده. بل لور ته د شالکوټ تاڼې ایس ایچ او عادل شاه په مشرۍ کارروایي کې د کرایه دارۍ قانون په قضیه کې ککړ نصیب الله او څلور ناقانونه مېشت افغان وګړي نیول شوي دي. پولیسو د بې نمبر پلیټ ۲۵ موټرسایکلونو پر ضد هم کارروایي کړې او ویلي یې دي چې نورې قانوني کارروایۍ روانې دي.
