تازه خبرونه ۱۹ اگست ۲۰۲۶

افغانستان کې دې د ټولو افغان لوریو په ګډون لویه جرګه راوبلل شي، احمد خان

کوټه (ویب نیوز)د افغان قومي تحریک مرکزي مشر احمد خان د افغانستان د ۱۰۷مې خپلواکۍ ورځې په مناسبت افغان ولس ته مبارکي ورکړې او غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې دې د ټولو افغان لوریو په ګډون، د یوه جامع او دایمي سیاسي نظام د جوړولو لپاره په سوله‌ییز چاپېریال کې لویه جرګه راوبلل شي. نوموړي ویلي، د طالبانو د حکومت پنځه کاله تېرېدو سربېره د افغانستان سیاسي راتلونکی لا هم یوه پوښتنه ده او افغان ولس د اساسي قانون پر بنسټ د یوه منتخب نظام په تمه دی. احمد خان وویل، خپلواکي ستر نعمت دی، خو د افغانانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله بهرنیو ځواکونو ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې زمینه برابره شوې ده. هغه پر افغانانو غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي، ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د هېواد د راتلونکي په اړه په ګډه پرېکړه وکړي. د هغه په وینا، تر هغه چې ټول افغانان او سیاسي او جنګي ډلې د خپلو ستونزو د حل لپاره سره کښېنني، افغانستان به د بهرنیو ځواکونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل وي. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا پوځي حضور او جګړې هم د افغانستان ستونزه حل نه کړه، چې له دې څخه څرګندېږي جګړه د ستونزو دایمي حل نه شي کېدای. احمد خان ټینګار وکړ چې په زور او د تورې په زور پر ټول افغانستان حکومت کول ممکن نه دي او د هېواد د راتلونکي پرېکړه باید د افغان ولس د غوښتنې او متقابلې مشورې له لارې وشي. هغه د نوې او اوږدې جګړې د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې په ګډه د افغان خاورې د بیا جګړې په ډګر د بدلولو مخه ونیسي، ځکه په افغانستان کې سوله او ثبات د جنوبي اسیا د سولې لپاره هم مهم دي.