پاکستان ۱۹ اگست ۲۰۲۶

بلوچستان کې د ترهګرو پر ضد عملیات؛ ۹ ترهګر وژل شوي

کوټه (ویب نیوز)د «عملیات ردالفتنه ۳» په لړ کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو پر ضد ترسره شویو عملیاتو کې له ۹ څخه زیات ترهګر وژل شوي دي. امنیتي سرچینې وايي، د زیارت، هرنايي او سوراب په سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي دي. د سرچینو په وینا، د زیارت او هرنايي ترمنځ په غرنیو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یوه لوی عملیات کې د ترهګرو مرکز محاصره او پرې برید وشو، چې په پایله کې یې ۸ ترهګر ووژل شول او مرکزونه یې له منځه یووړل شول. سرچینې زیاتوي چې په سوراب کې امنیتي ځواکونو د دشت کټايي او حاجیکې ترمنځ د ترهګرو د تګ راتګ څرک وموند او د حاجیکې په کلي کې د بریالي عملیاتو پر مهال یو ترهګر ووژل شو. د امنیتي سرچینو په وینا، له وژل شویو ترهګرو څخه مهمات، میگزینونه، لاسي بمونه، واکي ټاکي، موټرسایکل او نور سامان هم ترلاسه شوي دي. امنیتي ځواکونه وايي چې په بلوچستان کې به د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو او د تلپاتې سولې تر ټینګښت پورې خپل عملیات په دوامداره توګه جاري ساتي.