کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان سیلز ټیکس آن سروسز ایکټ ۲۰۱۵ له مخې د مالیاتي قوانینو د اغېزمن پلي کېدو او مالیاتي پابندۍ د یقیني کولو لپاره د بلوچستان ریونیو اتھارټۍ په ټوله صوبه کې د غیر رجسټر شوو خدماتو وړاندې کوونکو پر ضد ځانګړي انفورسمنټ عملیات چټک کړي دي. د هغو خدماتو وړاندې کوونکو پر ضد قانوني اقدامات کېږي چې د مالیاتي قوانینو له مخې د رجسټرېدو مکلف دي، خو تر اوسه یې رجسټریشن نه دی کړی. همدارنګه هغه خدماتي ادارې چې له سره لا له وړاندې رجسټر دي، خو په ټاکلې موده کې خپل مالیاتي ریټرنونه نه جمع کوي، د هغوی پر ضد هم قانوني کارروایي پیل شوې ده. ادارې له ریسټورانټونو، میرج هالونو، مشاورینو، د معلوماتي ټکنالوژۍ خدماتو، طبي او نورو مسلکي خدمتونو، ټرانسپورټ او کورئیر خدماتو، بلډرانو، معمارانو، پراپرټي ډیویلپرانو او نورو د مالیې وړ خدماتو له وړاندې کوونکو غوښتي چې د قانون له مخې خپل رجسټریشن او نورې مالیاتي ذمه وارۍ بشپړې کړي. پر رجسټر شوو خدماتي ادارو هم ټینګار کړی چې خپل مالیاتي ریټرنونه پر وخت جمع کړي، سم معلومات وړاندې کړي او واجب مالیه په ټاکلې موده کې ادا کړي. د قانون د نه مراعت په صورت کې د بلوچستان سیلز ټیکس آن سروسز ایکټ ۲۰۱۵ او اړوندو قوانینو له مخې د جرمانو، ډیفالټ سرچارج او نورو قانوني اقداماتو سره مخ کېدای شي. ادارې له ټولو اړوندو خدماتي ادارو غوښتي چې په خپله خوښه د قانون پابندي وکړي او د رجسټریشن او ریټرن جمع کولو ذمه وارۍ بشپړې کړي، څو له غیر ضروري قانوني ستونزو څخه ځان وساتي او په بلوچستان کې د شفاف، عادلانه او اغېزمن مالیاتي نظام په پیاوړتیا کې خپل رول ادا کړي.
