کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د زمیندار ایکشن کمېټې د صوبایي حکومت له خوا د نایتروجنیسي سرې پر انتقال، پېر او پلور، رسونې او وېش لګېدلی بندیز رد کړی او د پرېکړې د سمدستي بیاکتنې او بندیز د ختمولو غوښتنه یې کړې ده. د زمیندار ایکشن کمېټې مشر ملک نصیر احمد شاهواني، عمومي منشي حاجي عبدالرحمن بازۍ او نورو مشرانو په ګډ بیان کې ویلي چې د سرې پر انتقال او رسونه بندیز د بلوچستان کرنې ته د ستر زیان وېره پیدا کړې او د میلیونونو بزګرانو ستونزې به نورې هم زیاتې کړي. دوی وویل، بلوچستان لا له وړاندې د اوبو له کمښت، وچکالۍ، اقلیمي بدلون او د کرنیزو لګښتونو له زیاتوالي سره مخ دی، نو د فصلونو او باغونو لپاره د اړینې سرې رسونه بندول د بزګرانو ستونزې لا زیاتوي. د بزګرانو مشرانو وویل چې د امن او امان ټینګول د حکومت ذمه واري ده، خو داسې اقدامات باید ونه شي چې مستقیم زیان یې کرنې او بزګرانو ته ورسېږي. دوی پوښتنه وکړه چې که د بندیز له امله د فصلونو تولید اغېزمن او باغونو ته زیان ورسېد، نو مسؤلیت به یې څوک اخلي؟ د زمیندار ایکشن کمېټې په وینا، په قلعه سیف الله، قلعه عبدالله، پښین، مستونګ، خانوزۍ، سبي او نصیراباد په ګډون په بېلابېلو ضلعو کې د سرې پر انتقال بندیز له امله بزګران له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاته کړه چې په یوه خوا د صوبې په ګڼو سیمو کې وچکالي ده او بل لور ته د سرې انتقال درول شوی، سربېره پر دې بزګران د کرنیزې مالیې په نوم هم له ستونزو سره مخ دي. کمېټې له بلوچستان حکومت څخه غوښتنه کړې چې پر نایتروجنیسي سرې لګېدلی بندیز سمدستي ختم کړي او د بزګرانو له تنظیمونو، د کرنې له محکمې، اړوندو ادارو او نورو اړخونو سره له مشورې وروسته داسې عملي تګلاره جوړه کړي چې هم د امنیت اړتیاوې پوره شي او هم بزګرانو ته پر وخت د سرې رسونه یقیني شي. د زمیندار مشرانو خبرداری ورکړی چې که پر نایتروجنیسي سرې بندیز سمدستي بېرته وا نه خیستل شي، د بلوچستان بزګران به سخت احتجاج ته اړ شي او د دې ټول مسؤلیت به د بلوچستان پر حکومت وي.
