کوټه (سید سردار محمد خوندۍ)
په قلعه عبدالله کې د دوو بېلا بېلو پېښو له امله وضعیت ترینګلی دی. له یوې خوا د تښتول شوي کس د خلاصون لپاره د کوټې چمن نړیواله لویه لار لا هم تړلې ده او له بلې خوا د عبدالله خان کراس په سیمه کې یوه ډېره جدي پېښه رامنځته شوې ده.
د تفصیلاتو له مخې، ناپېژانده وسله والو کسانو د عبدالله خان کراس په ځای کې یو پولیس وین ودراوه او په وین کې موجود ۱۵ زندانیان یې په زور سره ښکته کړل او له ځان سره یې یووړل. د سرچینو په وینا وسله والو له پولیسو څخه وسلې هم اخیستي او تښتیدلي دي.
بل پلو په قلعه عبدالله کې د روان اعتصاب له امله مرکزي نړیواله لویه لار له پرون راهیسې تړلې ده. د احتجاج کوونکو وینا ده چې د دوی یو کس وسله والو تښتولی دی او تر څو چې مغوي په خوندي توګه نه وي خلاص شوی، لویه لار به تړلې وي.
له دغو پېښو وروسته په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه سخته اندېښنه پیدا شوې ده. په یو وخت کې د پولیسو له ولکې څخه د ۱۵ زندانیانو تښتول د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه پوښتنه ده.
له پېښې وروسته د پولیسو او نورو اړوندو ادارو له لوري تر اوسه هېڅ رسمي بیان نه دی خپور شوی او نه هم د تښتیدلو زندانیانو د لټون په اړه کوم پرمختګ شوی دی.
