کوټه (ویب نیوز)په وفاق کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوند ترمنځ د واټن د زیاتېدو اغېزې بلوچستان ته هم رسېدلې دي او په صوبه کې د حکومت د بدلون لپاره دواړو ګوندونو جلا جلا لابینګ پیل کړی دی. دواړو ګوندونو د حکومت جوړولو او یا د موجوده حکومت د ژغورلو لپاره د جمعیت علمای اسلام مرسته ترلاسه کول غوښتل، خو جمعیت علمای اسلام له لومړۍ ورځې خپل دریځ څرګند ساتلی او د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د کوټې د سفر پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې په ښکاره ویلي چې دوی به د بلوچستان د حکومت برخه نه جوړېږي. د راپورونو له مخې، مسلم لیګ (ن) په وفاقي کچه درې ځله او په صوبایي کچه دوه ځله جمعیت علمای اسلام ته په حکومت کې د ګډون بلنه ورکړې او د مهمو وزارتونو ترڅنګ یې حتی د وزیراعلیٰ څوکۍ د ورکولو وړاندیز هم کړی دی. بل لور ته اوسني وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي هم د خپل حکومت د ساتلو لپاره یو ځل اسلاماباد کې د مولانا فضل الرحمن کور ته تللی او څو ځله یې د جمعیت علمای اسلام له صوبایي مشر مولانا عبدالواسع سره لیدلي او په رسمي ډول یې ګوند ته په حکومت کې د شاملېدو بلنه ورکړې ده. د جمعیت علمای اسلام داخلي وضعیت هغه مهال هم مخې ته راغی چې صوبایي مشر د حکومت د ګډون په اړه د صوبایي مجلس عاملې او پارلماني ګروپ ګډه غونډه راوبلله. په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام اړوند د درېو کسانو نومونه د وزیراعلیٰ د احتمالي نوماندانو په توګه مخې ته راغلل، په داسې حال کې چې ځینو نورو د مهمو وزارتونو غوښتنه وکړه. صوبایي مشر د غونډې بشپړ راپور مرکزي قیادت ته وړاندې کړی او ویلي یې دي چې که ګوند په اوسني حالت کې د حکومت برخه شي، د ګوند پارلماني غړي ښايي په درې برخو ووېشل شي، نو د ګوند په ګټه به دا وي چې همداسې د اپوزېشن په بنچونو کې پاتې شي.
