اسلام اباد (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د پیپلز ګوند اندېښنې او تحفظات حل نه شي، له مسلم لیګ (ن) سره به همکاري ونه کړي. بلاول بهټو په پارلمان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د هغه ګوند پرېکړه کړې، که حکومت یې تحفظات حل نه کړي، نو له ن لیګ سره همکاري نه شي کېدای، خو د ملي مسئلو په اړه همکاري ممکنه ده. د نویو صوبو په اړه نوموړي وویل، چېرته چې اتفاق نظر موجود وي، پرېکړه دې د ګډې هوکړې له لارې وشي او که اختلاف موجود وي، نو سیاسي ګوندونه دې خبرې وکړي. بلاول بهټو وویل چې تر اوسه د کومې آئیني تعدیل مشخص ټکی دوی ته نه دی وړاندې شوی او کله چې کومه طرحه وړاندې شي، پر هغې به خبرې وکړي؛ زور او جبر یې نه مخکې منلی او نه به یې په راتلونکي کې ومني. هغه وویل چې د سندھ په اړه د پیپلز ګوند دریځ روښانه دی او هر ځای چې د خلکو او سیاسي ګوندونو ترمنځ اتفاق موجود وي، د هغه مطابق به پرېکړه کېږي. د آزاد کشمیر د انتخاباتو په اړه بلاول بهټو تور ولګاوه چې پیپلز ګوند په ټاکنو کې مات کړل شوی او د ټاکنو په اړه یې تحفظات لا هم نه دي حل شوي. نوموړي وویل، که مسلم لیګ (ن) ته دومره لانجمن انتخابات مطلوب وو، نو مبارکي دې وي، خو که د پیپلز ګوند اندېښنو ته حل پیدا نه شي، له حکومت سره د همکارۍ پلویان نه دي. بلاول بهټو زیاته کړه چې دی غواړي د پي ټي آی د بنسټګر عمران خان درملنه وشي او هغه روغ شي.
