پاکستان ۲۰ اگست ۲۰۲۶

د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي سره د بلاول بوټو زرداري لیدنه

اسلام‌اباد(ویب نیوز) د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن په چیمبر کې د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن له مشر محمود خان اڅکزي او په سینیټ کې د اپوزیشن له مشر علامه راجا ناصر عباس سره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې د پاکستان تحریک انصاف عمومي سېکرټري سلمان اکرم راجا، د تحریک تحفظ آئین پاکستان عمومي سېکرټري اسد قیصر، مرستیال مشر مصطفی نواز کوکړ، په قومي اسمبلۍ کې د پي ټي آی چیف وېپ عامر ډوګر، د قومي اسمبلۍ غړی عادل بازي او د تحریک تحفظ آئین پاکستان ویاند اخوندزاده حسین هم موجود وو، په داسې حال کې چې د بلاول بوټو زرداري په ملتیا راجا پروېز اشرف، شیري رحمان، نوید قمر او ندیم افضل چن هم وو. د لیدنې پر مهال د پارلماني چارو او د هېواد پر سیاسي وضعیت خبرې وشوې. بلاول بوټو زرداري د اپوزیشن له مشرانو وغوښتل چې په پارلماني کمېټو کې ګډون وکړي او فعال رول ولوبوي، چې اپوزیشن مشرانو وویل دوی به له د پي ټي آی له مشر سره له مشورې وروسته پرېکړه وکړي. پیپلز پارټۍ او د اپوزیشن مشرانو په پارلمان کې د قانون جوړونې په اړه د اړیکو د لا پراخولو موافقه هم وکړه. بلاول بوټو زرداري وویل چې د انتخاباتو د شفافیت د یقیني کولو لپاره دې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې په پارلمان کې خپل رول ادا کړي. نوموړي د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د عمران خان روغتون ته د انتقال او د درملنې پیل کېدل د هرکلي وړ وبلل او ویې ویل چې دا د جمهوري دود یوه برخه ده.