کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
کوټه: د ۱۲ ربیع الاول، د عید میلاد النبي ﷺ په مناسبت د بین المسلمین اتحاد او بین المذاهبو همغږۍ کنفرانس جوړ شو.
په کنفرانس کې د کوټې ډپټي انسپکټر جنرل آف پولیس عمران شوکت، د کوټې ډپټي کمشنر مهرالله بادیني، ایس ایس پي آپریشنز ضیاء الحق مندوخیل، ایس ایس پي ټرافیک محمد بلوڅ، علماء کرامو، د سوداګرو ټولنې او د بېلابېلو مسلکونو استازو ګډون وکړ.
د کنفرانس په دوران د ۱۲ ربیع الاول په موقع د ترسره کیدونکو مذهبي غونډو، جلوسونو او نورو دستورو لپاره د امنیت او ټرافیک د انتظاماتو تفصيلي جاج واخیستل شو. سربیره پر دې د بین المسلمین اتحاد، بین المذاهبو همغږۍ، مذهبي زغم او د امن او امان د ټینګښت په اړه هم تفصيلي خبرې اترې وشوې.
د کوټې ډي آئي جي عمران شوکت وویل چې د ۱۲ ربیع الاول په موقع د ولس د ځان او مال ساتنه او د امن او امان ټینګښت د پولیسو لومړی لومړیتوب دی. د ټولو مذهبي غونډو او جلوسونو لپاره به اغیزمن او فول پروف امنیتي تدابیر یقیني شي.
د کوټې ډپټي کمشنر مهرالله بادیني وویل چې ولسوالي اداره به له ټولو اړوندو ادارو، علماء کرامو، سوداګرو او د بېلابېلو مسلکونو له استازو سره پوره همکاري او اغیزمنه اړیکه یقیني کړي.
ایس ایس پي آپریشنز ضیاء الحق مندوخیل او ایس ایس پي ټرافیک محمد بلوڅ ګډونوالو ته د امنیت او ټرافیک پلان په اړه بریفینګ ورکړ او د ۱۲ ربیع الاول په دوران یې د ټرافیک د روانوالي ساتلو لپاره د ترسره کیدونکو اقداماتو په اړه خبر کړل.
علماء کرامو، سوداګرو او د بېلابېلو مسلکونو استازو د امن او امان د ټینګښت، مذهبي زغم او د بین المسلمین اتحاد د ودې لپاره له پولیسو او ولسوالۍ ادارې سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ
د کنفرانس په پای کې ګډونوالو دا هوډ څرګند کړ چې د ۱۲ ربیع الاول په پرتمینه موقع به د متقابل اتحاد، ورورولۍ، مذهبي زغم او د امن او مینې فضا ته وده ورکول کیږي او په کوټه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره به ګډې هڅې روانې ساتل کیږي.
