مقامی ۲۰ اگست ۲۰۲۶

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت افغان ولس ته مبارکي ورکړه

کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د مرکزي سېکرټریټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت افغان ملت او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د زړه له کومې مبارکي ویلې ده. په خبرپاڼه کې د افغانستان د آزادۍ، ملي خپلواکۍ او استعماري تسلط پر وړاندې د افغان ولس تاریخي مبارزې ته درناوی وړاندې شوی او ویل شوي چې د اګست ۱۹مه د افغانستان په تاریخ کې یوه ستره او ویاړلې ورځ ده. ګوند د شاه غازي امان الله خان تاریخي مبارزې ته په درناوي ویلي چې د هغه په مشرۍ افغان ولس په ۱۹۱۹ کال کې خپله ملي آزادي او خپلواکي ترلاسه کړه او وروسته شاه غازي امان الله خان د افغانستان د یوه عصري، پرمختللي او خپلواک دولت لپاره اصلاحات پیل کړل. په بیان کې ویل شوي چې ریښتینې خپلواکي هغه مهال پیاوړې او ماناداره کېدای شي چې افغان ولس په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او اساسي چارو کې د خپل راتلونکي د پرېکړو بشپړ حق ولري. ګوند د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتنه کړې چې د ټولو بشري حقونو او مدني آزادیو د خوندیتوب ضمانت وکړي او ښځو او نجونو ته د زده کړو د اساسي حق د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي. ګوند همدارنګه غوښتنه کړې چې د افغانستان د ټولو سیاسي، ملي، مذهبي او ټولنیزو ډلو د واقعي استازیتوب پر بنسټ لویه جرګه راوبلل شي، څو د افغان ولس د ګډې ارادې له مخې نوی او متفق علیه اساسي قانون جوړ شي او د هغه له مخې آزاد، شفاف او عادلانه انتخابات ترسره او واک د خلکو ریښتینو منتخب استازو ته وسپارل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، سیاسي ثبات، ملي یووالی او پرمختګ د خلکو د ریښتینې سیاسي ونډې، ډیموکراتیکو اصولو، د اساسي قانون د حاکمیت، د بشري حقونو د درناوي او د ټولو افغانانو د مساوي حقونو له لارې ممکن دی. پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې مخالفت کړی دی. ګوند ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د متقابل درناوي، نه لاسوهنې، برابرۍ، سولې او د دواړو هېوادونو د ولسونو د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې وي.