راولپنډۍ ( ویب ڈیسک ) د سینیټ مرستیال رئیس سیدال خان ویلي، کوچني او منځني کاروبارونه د پاکستان د اقتصاد ملا تیر دی او ځوانانو او ښځو ته د کاروباري فرصتونو، اسانه مالي سرچینو، عصري ټکنالوژۍ او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي برابرول د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام آباد کې د راولپنډۍ چیمبر آف سمال ټریډرز اینډ سمال انډسټریز له خوا د انټرنیشنل ایکسیلینس ایوارډز ۲۰۲۶ په مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه د وینا پر مهال وکړې. سیدال خان د دغو مراسمو پر جوړېدو د چیمبر مشرتابه ته مبارکي ورکړه او د کاروباریانو د هڅو، نوښت او هوډ ستاینه یې وکړه. هغه وویل، په پاکستان کې شاوخوا ۷۱ لکه او ۴۰ زره مایکرو، کوچني او منځني کاروبارونه فعالیت کوي او د یوه کوچني کاروبار پیاوړتیا په حقیقت کې د یوې کورنۍ، ټولنې او د هېواد د اقتصادي راتلونکي پیاوړتیا ده. نوموړي وویل، پاکستان داسې ځوانانو ته اړتیا لري چې یوازې د دندې په لټه کې نه وي، بلکې د نورو لپاره د روزګار زمینه هم برابره کړي. هغه ټینګار وکړ چې ځوانانو ته د زده کړو ترڅنګ مهارت، پانګه، ټکنالوژي، روزنه، لارښوونه او بازارونو ته لاسرسی ورکول ضروري دي، څو خپل نظریات په بریالیو کاروبارونو او نړیوالو برانډونو بدل کړي. د د مالي ستونزو په اړه یې وویل چې اسانه او کم لګښته مالي سرچینو ته لاسرسی یوه مهمه ننګونه ده او د حکومت له خوا د د مالي ملاتړ او مالي شمولیت لپاره اقدامات د ستاینې وړ دي. نوموړي د ښځو اقتصادي ونډه هم مهمه وبلله او ویې ویل چې ښځینه کاروباریانو ته باید مالي سرچینو، روزنې، ډیجیټل پلیټفارمونو او کورنیو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شي، ځکه د ښځو له اقتصادي ګډون پرته د پاکستان بشپړ اقتصادي پرمختګ ممکن نه دی. سیدال خان وویل، پاکستانی باید یوازې په کورني بازار پورې محدود پاتې نه شي، بلکې د ای کامرس، ډیجیټل بازارموندنې، عصري ټکنالوژۍ او نړیوال معیار محصولاتو له لارې نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي، څو د هېواد لپاره د بهرنیو اسعارو، روزګار او اقتصادي پرمختګ نوي فرصتونه رامنځته شي. هغه وویل، پارلمان یوازې د قانون جوړونې مسؤلیت نه لري، بلکې د داسې پالیسیو او قوانینو جوړول هم د هغه مسؤلیت دی چې د کاروبار لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي. نوموړي بریالیو کاروباریانو او ادارو ته چې د انټرنیشنل ایکسیلینس ایوارډز ۲۰۲۶ یې ترلاسه کړي، مبارکي ورکړه او ویې ویل چې پیاوړي ، پیاوړی کاروباري قشر او بااختیاره ځوانان د پیاوړي پاکستان ضمانت دي.
