مولانا فضل الرحمان د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن له مشر محمود خان اچکزي سره وکتل چې د سېنېټ د اپوزېشن مشر راجا ناصر عباس هم په کې ګډون کړی و، په دې لیدنه کې د هېواد پر روان سیاسي وضعیت، پارلماني چارو، د اپوزېشن ګوندونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ او راتلونکې سیاسي تګلارې خبرې وشوې او د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د روغتیا په اړه جدي اندېښنه څرګنده شوه، اپوزېشن مشرانو د سترې محکمې د پرېکړې په رڼا کې د عمران خان د سمدستي روغتون ته د لېږد او د غوره طبي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د روغتیا په موضوع باید سیاست ونه شي، په لیدنه کې دا هم وویل شول چې په ولسواکۍ کې د اپوزېشن غږ باید واورېدل شي، نه دا چې وځپل شي، مولانا فضل الرحمان له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ګډ اپوزېشن د جوړولو پرېکړه شوې، دا لومړۍ ناسته وه او په راتلونکو ورځو کې به له نورو اپوزېشن ګوندونو سره مشورې او اړیکې هم پراخې شي، نوموړي پر ټولو ګوندونو د ګډ کنفرانس د جوړولو خبره هم مطرح کړه۔
