کوټه( ویب ڈیسک ) د بلوچستان هایکورټ چیف جسټس کامران ملاخېل ویلي، په هایکورټ کې د قضیو لپاره د «ون ونډو» اسانتیا پیل کېږي او پر ټولنیزو رسنیو د قضیو د تبلیغ پر ضد به هم حکم صادر شي. نوموړي د بلوچستان هایکورټ بار د یوې غونډې پر مهال وویل، د بلوچستان بار ایسوسی اېشن تل د خپلو روایاتو درناوی کړی او نویو قضایي افسرانو ته یې مبارکي ورکړه. هغه وویل، د وکیلانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، خو د قانون فارغ زده کوونکو ته یوازې سندونه ورکول کېږي او معیاري زده کړه نه ورکول کېږي، نو د وکیلانو سازمانونه باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. چیف جسټس وویل، د قانون د کالجونو د تدریسي نظام ارزونه اړینه ده، څو د معیاري قانوني زده کړو ضمانت وشي. نوموړي وویل، په بلوچستان هایکورټ کې د ویډیو لنک اسانتیا هم برابره شوې چې له امله به یې د لرې پرتو سیمو سائلین او وکیلان ګټه واخلي او وخت او لګښتونه به هم کم شي. جسټس کامران ملاخېل ټینګار وکړ چې د محکمو په احاطو کې باید له غیر ضروري ګڼې ګوڼې ډډه وشي، ځکه د ګڼې ګوڼې له لارې پر قاضیانو فشار نه شي راوستل کېدای. هغه وویل، د خلکو او سائلینو د خوندیتوب احساس هم زموږ مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه چې د محکمو امنیت په ورځ کې څو ځله ارزول کېږي او د پاکستان چیف جسټس به هم ډېر ژر کوټې ته سفر وکړي.
