صحبت پور( ویب ڈیسک ) په صحبت پور کې د مرستیال کمېشنر له خوا جوړه شوې پرانیستې کچهري هغه مهال په «بنده کچهري» بدله شوه چې خبریالانو او د رسنیو استازو ته د داخلېدو، خبري پوښښ او د غونډې د ثبتولو اجازه ورنه کړل شوه. د معلوماتو له مخې، ضلعي ادارې خبریالان له پوښښ څخه منع کړي چې پر دې اقدام ځايي خبریالانو او ښاریانو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. د رسنیو استازي وايي، داسې ښکاري چې اداره د خلکو له سختو پوښتنو او د خپلو کمزوریو د څرګندېدو له وېرې خبریالان د خپلو مسلکي دندو له ترسره کولو منع کړي دي. د خبریالانو سازمانونو دغه اقدام د «خپل بادشاهۍ» او پر ازادې ژورنالېزم د برید په توګه بللی او له لوړپوړو چارواکو یې د سمدستي نوټس اخیستو او په صحبت پور کې د رسنیو د ازاد خبري پوښښ د اجازه ورکولو غوښتنه کړې ده.
