پاکستان ۲۲ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان ستونزې د لویو خبرو او د سرچینو د عادلانه وېش له لارې حل کېدای شي، لومړی وزیر

اسلام اباد(وېب نیوز) لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره د لویو خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره دوه اړخیزې مشورې او د سرچینو عادلانه وېش دی، د بلوچستان نېشنل ورکشاپ له ګډونوالو سره د خبرو پر مهال لومړي وزیر وویل چې د بلوچستان ستونزې او ننګونې باید د خبرو اترو له لارې حل شي، د بلوچستان پر طبیعي او معدني سرچینو د دغه صوبې د خلکو حق دی او دا صوبه د پاکستان له شتمنو صوبو څخه ده، نوموړي وویل چې د ستونزو په پلمه هېڅ وطنپال کس وسله نشي پورته کولی، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ترهګري روانه ده او د دې تر شا د دښمنو هېوادونو عناصر لاس لري، لومړي وزیر وویل چې په بلوچستان کې د هویت پر بنسټ د مزدورانو وژل په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او د وینو ډکې لارې باید د سولې پر لارو بدلې شي، نوموړي وویل چې د ګوادر هوايي ډګر د چین له خوا ډالۍ شوی، د پاکستان پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې ټولې څلور صوبې په ګډه مخته ولاړې شي، په داسې حال کې چې پوځ او قانون نافذوونکي ادارې د قربانیو په ورکولو سره د خلکو د امنیت لپاره هڅې کوي.