اسلاماباد(ویب نیوز) د پاکستان د ملي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ویلي چې ترهګري د انسانیت پر وړاندې یو ستر جرم او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره لوی ګواښ دی، او د ترهګرۍ په پېښو کې د شهیدو شویو بېګناه ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو د زړورو سرتېرو قربانۍ به تل یادېږي. نوموړي د جمعې په ورځ د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او په دې جګړه کې ټول ملت بېسارې قربانۍ ورکړې دي. هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د شهیدو شویو زړورو سرتېرو او بېګناه ملکي وګړو قربانۍ د ملي تاریخ روښانه باب دی او دا قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي، بلکې ملت به شهیدانو او د هغوی کورنیو ته تل په درناوي ګوري. سپیکر وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکې ادارې د ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې په زړورتیا او مسلکي وړتیا خپل مسؤلیت ترسره کوي او ټول ملت د خپلو زړورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی. سردار ایاز صادق وویل چې د هند په ملاتړ فعالې د فتنه الخوارج او فتنه الہندوستان ډلې د پاکستان د سولې، امنیت او ثبات د زیانمنولو ناوړه ارادې لري او ترهګر عناصر د بېګناه وګړو په نښه کولو سره غواړي په هېواد کې وېره او ترهګري خپره کړي، خو په خپلو ناوړه موخو کې به هېڅکله بریالي نه شي. هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان پر ضد هره دسیسه او په هېواد کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هره هڅه به ملت او دولتي ادارې په ګډه ناکامه کړي. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ملي یووالی او د دولتي ادارو ترمنځ اغېزمنه همکاري د وخت مهمه اړتیا ده او د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر ضد به بېتوپیره عملیات دوام ولري. سپیکر زیاته کړه چې د «عزم استحکام» عملیاتو له مخې امنیتي ځواکونه د ترهګرو پر ضد اغېزمن اقدامات کوي او دا مبارزه به د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه وړلو پورې روانه وي. هغه څرګنده کړه چې ټول ملت او امنیتي ځواکونه به په ګډه د ترهګرۍ دا ناوړه پدیده له منځه یوسي او په پاکستان کې به تلپاتې سوله، ثبات او امنیت یقیني شي. په همدې مناسبت د ملي اسمبلۍ مرستیال سپیکر سید غلام مصطفی شاه هم په خپل پیغام کې وویل چې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ موږ ته د هغو بېګناه ملکي وګړو او زړورو امنیتي سرتېرو قربانیو ته د درناوي فرصت برابروي چې د هېواد د سولې او امنیت لپاره یې خپل ژوند قربان کړی دی. هغه وویل چې د ترهګرۍ ځپلو کورنیو درد او قربانۍ نه هېرېدونکي دي. مرستیال سپیکر زیاته کړه چې د پاکستان ولس د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې بېساری هوډ، زغم او استقامت ښودلی او د ملي یووالي، اتفاق او ګډ هوډ له لارې به د ترهګرۍ پدیده په بشپړه توګه له منځه یووړل شي.
