کوټه(وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د صوبايي سیکرټریټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د کوټې ـ چمن پر مهمه مرکزي لویه لار د سرانان په سیمه کې د پولیسو تاڼې د چاودنو له لارې ویجاړول په جنوبي پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهیسې د روانې ناامنۍ او ترهګرۍ تسلسل بللی او د حکومت د مبینې پښتون ضد تګلارې یې سخته غندنه کړې ده، په بیان کې ویل شوي چې په پښتني سیمو کې د روانې ناامنۍ او ترهګرۍ له پېښو څخه څرګنده شوې چې صوبايي او وفاقي حکومتونه او د امن و امان د ټینګښت اړوندې ادارې د ولس د سر او مال او په سیمو کې د سرکاري ادارو د ساتنې خپل آئیني مسؤلیت په پوره کولو کې پاتې راغلي دي، په هرنايي، زیارت، دوکي، لورالايي، د کوټې په هنه اوړک او نورو سیمو کې ترهګریزې پېښې، د سکرو د کانونو د مزدورانو وژنې، د سکرو د ټرکونو سوځول، د بېوسه ولسي وګړو او سرکاري کارکوونکو وژنې، د تعمیراتي شرکتونو د ماشینرۍ سوځول او د سړکونو، پلونو او د اوبو لګولو بندونو په چاودنو ویجاړول، ورپسې د سرانان په څېر په مرکزي سیمه کې د پولیسو تاڼې او سرکاري ودانیو د ورځې په رڼا کې ویجاړول د ډېرې اندېښنې وړ وضعیت رامنځته کړی دی، ګوند ویلي چې دغه پښتون ضد کړنې که هرې ډلې یا تنظیم ترسره کړې وي، خو د ولس د سر او مال او سرکاري او ولسي شتمنیو د ساتنې بنسټیز مسؤلیت د ریاست، صوبايي او وفاقي حکومتونو او اړوندو ادارو دی، ګوند د پښتونخوا وطن له ولس، ملي او جمهوري سیاسي قوتونو او ګوندونو غوښتنه کړې چې د ناامنۍ او ترهګرۍ په دې اندېښمنونکي وضعیت کې د خپل ملي مسؤلیت د ادا کولو لپاره متحد، منظم او متحرک شي او د ولس د ساتنې، امن و امان او بنسټیزو حقونو لپاره ګډه مبارزه نوره هم پیاوړې کړي.
