مقامی ۲۲ اگست ۲۰۲۶

د مستونګ په کډکوچه ګرو کې د دوو ناپېژاندو کسانو د مرمیو ویشتل شوي مړي موندل شوي

مستونګ(وېب نیوز) د مستونګ د کډکوچه ګرو په سیمه کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي موندل شوي چې د ډزو له امله وژل شوي دي، پولیسو مړي په خپله ولکه کې اخیستي او د نواب غوث بخش روغتون ته یې لېږدولي، چېرته چې د پېژندنې لپاره اېښودل شوي دي، د پولیسو په وینا دواړه کسان د ظاهري حلیې له مخې د پنجاب اوسېدونکي ښکاري، د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي او له ښاریانو غوښتنه شوې چې که څوک دغه کسان پېژني یا یې د پېژندنې په اړه معلومات لري، نو د نواب غوث بخش روغتون له ادارې یا پولیسو سره دې اړیکه ونیسي.