کوټه (وېب نیوز) د کوټې ـ کراچۍ ملي لویه لار له اوږدې مودې راهیسې د خراب سړک، کندو او ماتېدلو ترڅنګ د ناامنۍ او ترهګریزو پېښو له امله د مسافرو، ټرانسپورټي شرکتونو او سوداګریزو کړیو لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده. ولسي کړیو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د لویې لارې د بیارغونې ترڅنګ دې د مسافرو د خوندیتوب لپاره هم اغېزمن امنیتي تدابیر ونیول شي. د دوی په وینا، دا لار د بلوچستان یوه مهمه سوداګریزه او سفري لار ده چې هره ورځ پرې مسافر وړونکي بسونه، کوچونه، باروړونکي ټرکونه او نور موټر تګ راتګ کوي، خو د سړک خراب حالت د سفر ستونزې، د موټرو د خرابېدو او د لګښتونو د زیاتېدو لامل شوی دی. ټرانسپورټران وایي چې د ناامنۍ له امله د شپې مهال سفر کوونکي موټر چلوونکي او مسافر ځانونه خوندي نه احساسوي. ولسي حلقو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د لویې لارې د حساسو سیمو امنیت زیات، ګزمې اغېزمنې او د مسافر وړونکو موټرو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر عملي کړي، څو خلک وکولای شي له کوټې څخه تر کراچۍ پورې په ډاډه زړه سفر وکړي. دوی ټینګار کړی چې د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د بلوچستان د اقتصاد او د خلکو د اړیکو لپاره حیاتي ارزښت لري، نو د هغې رغونه، ساتنه او امنیت باید د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل وي.
