اسلاماباد(ویب نیوز) ولسمشر آصف علي زرداري ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې ډېره درنه بیه ورکړې او له دوو لسیزو څخه په زیاته موده کې میلیونونه پاکستانیان، چې ماشومان، سیاسي مشران، د وسلهوالو ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو غړي، د ژغورنې کارکوونکي او دولتي کارکوونکي پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي څانګې له مخې، ولسمشر دغه څرګندونې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې کړې دي. نوموړي د ترهګرۍ ټولو قربانیانو ته د درناوي وړاندې کولو ترڅنګ له ژوندي پاتې قربانیانو، د هغوی له کورنیو او هغو ټولنو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه چې ژوند یې د تاوتریخوالي له امله د تل لپاره بدل شوی دی. ولسمشر وویل چې نن هم په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه قربانۍ ورکوي او د هغوی زړورتیا ته سلام وړاندې کوي. هغه ټینګار وکړ چې هېڅ دین، عقیده، مذهب، نظریه، شکایت، هدف یا سیاسي ګټه د بېګناه انسانانو د وژلو جواز نه شي کېدای او د ترهګرۍ ټول ډولونه باید بې له توپیره وغندل شي. زرداري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېڅ هېواد خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او هېڅ ترهګرې ډلې ته پناه، مالي مرسته، وسلې، لوژستیکي اسانتیاوې یا هر ډول بهرنۍ ملاتړ ورنه کړل شي. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ قربانیان او ژوندي پاتې شوي کسان کلونه له جسمي ټپونو، رواني صدمو، د کار له لاسه ورکولو، په زده کړو کې له خنډونو او ټولنیزې ګوښهتوب سره مخ وي، نو د هغوی ستونزې یوازې په بیړنۍ مرستې یا یو ځل مالي ملاتړ نه حل کېږي؛ بلکې هغوی طبي او رواني پاملرنې، زده کړو، بیا رغونې، قانوني مرستې او د کار فرصتونو ته اړتیا لري. ولسمشر وویل چې پاکستان د قربانیانو لپاره د منظم ملاتړ د سیستم د پیاوړي کولو هوډ لري او باید د ټکنالوژۍ له مسؤلانه کارونې څخه په ګټې اخیستنې معلومات، مرستې او د بیا رغونې خدمتونه قربانیانو او د هغوی کورنیو ته لا ډېر د لاسرسي وړ شي. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ د قربانیانو ملاتړ خیرات نه، بلکې د عدالت، انساني کرامت او ملي مسؤلیت موضوع ده، او حکومت، روغتیايي او تعلیمي ادارې، مدني ټولنه، خصوصي سکتور، رسنۍ او پراختیايي شریکان باید په ګډه د قربانیانو او کورنیو لپاره دوامداره ملاتړ برابر کړي. زرداري زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید له افراطیت، عدم برداشت او کرکې سره مقابله هم شامله کړي، ځکه چې تعصب او عدم برداشت د تاوتریخوالي او ترهګرۍ لپاره زمینه برابروي. نوموړي وویل چې یوازې امنیتي اقدامات د ترهګرۍ د ماتولو لپاره بسنه نه کوي، بلکې داسې ټولنه باید جوړه شي چې ځوانان له افراطیت څخه خوندي وي او قومي، مذهبي، مسلکي یا سیاسي اختلافات هېڅکله د تاوتریخوالي د جواز په توګه ونه کارول شي. ولسمشر وویل چې ترهګرو د پاکستان د بېلابېلو صوبو، ټولنو، مذهبونو او ادارو خلک په نښه کړي، خو د هېواد ملي هوډ یې نه دی مات کړی، ځکه د ولس قربانۍ د یوه ولایت، قوم، مذهب یا ادارې نه، بلکې د ټول پاکستان ګډې قربانۍ دي. ولسمشر آصف علي زرداري په پای کې وویل چې راځئ خپل له لاسه ورکړي عزیزان یاد کړو، له هغو کسانو سره ودرېږو چې لا هم د ترهګرۍ له اغېزو سره مخ دي او د ترهګرۍ د ماتولو او د یوه سولهییز، زغمناک، متنوع، خواخوږي لرونکي او پیاوړي پاکستان د جوړولو لپاره خپل ګډ هوډ تازه کړو. نوموړي دعا وکړه چې الله تعالی د ترهګرۍ د قربانیانو مغفرت وکړي، د هغوی کورنیو ته صبر او حوصله ورکړي او پاکستان ته تلپاتې سوله، ثبات، سوکالي او ملي یووالی ورپه برخه کړي.
