پاکستان ۲۲ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو عملیات؛ ۴۹ ترهګر ووژل شول

کوټه/پېښور(ويب نيوز)امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ۱۱ ګډو عملیاتو پر مهال د ۴۹ ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده. د آی اېس پي آر له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د بنو، شمالي وزیرستان، اورکزو او خیبر په سیمو کې د عملیاتو پر مهال د هند په ملاتړ ۱۲ خوارج وژل شوي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د مستونګ، مچ، خضدار او پنجګور په سیمو کې د ۱۰ استخباراتي عملیاتو پر مهال د فتنة الہندوستان اړوند ۳۷ ترهګر وژل شوي دي. د عملیاتو پر مهال له ترهګرو څخه په لویه کچه وسلې، چاودېدونکي توکي، آی اې ډي، د لرې واټن چاودنې وسایل او چاودېدونکي ډرمونه ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې موټرسایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. امنیتي ځواکونو ویلي چې د ترهګرو شبکو پر ضد د پاکولو عملیات دوام لري او د نورو وسله والو لټون روان دی. امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو د عزمِ استحکام له مخې د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د عملیاتو د لا چټکولو هوډ څرګند کړی دی.